غزني ښار (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): د غزني سيمه ييز چارواکي وايي چې د اندړو ولسوالۍ د پوهنې مدير د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.
د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ناپېژاندو وسله والو د اندړو ولسوالۍ د پوهنې مدير تازه ګل ننګيالى پر ډزو وژلى دى.
هغه زياته کړه: ((مدير صاحب جومات ته روان وو چې ډزې یې پرې کړې او وژلى يې دى.))
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم ياده پېښه تاييدوي خو وايي چې د اندړو د پوهنې مدير د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوى دى.
هغه زياته کړه: ((ډېر ژر به د دې پېښې عاملین په خپله سزا ورسوم، زه د پوهنې دښمنان هېڅکله نه پرېږدم.))
د امرخېل د معلوماتو له مخې چې دغه پېښه د حبيب کوډلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د همدې سيمې اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل: ((سهار وختي د ډزو غږ شو کله چې له کوره و وتم نو ګورم چې مدير صاحب تازه ګل په وينو کې لت پت پروت دى.))
د هغه په وينا، ډزې موټرسايکل سپرو وکړې، خو نه پوهېږي چې څوک وو.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه هېڅ ډلې پرغاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم په غزني کې د پوهنې مديران او ښوونکي د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP