لښکرګاه (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۵): د وسله والو طالبانو له لوري د هلمند- کندهار د لويې لارې د بيا تړلو ګواښ، د هلمند اوسېدونکي اندېښمن کړي او وايي چې له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.
له يوې مودې راهيسې د هلمند- کندهار لويه د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه خو درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه لاره يې د شلو ورځو لپاره د خلکو پر مخ خلاصه کړې ده او دوى کولاى شي خپل اکملات وکړي.
په اعلاميه کې راغلي وو چې له دې مودې وروسته به د هلمند- کندهار لويه لاره د تل لپاره وتړل شي او هېچا ته به بيا د تګ راتګ اجازه نه پرې ورکول کېږي.
د طالبانو د يادو څرګندونو په اړه په مرکز لښکرګاه يوه هټۍ وال نجيب الله د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له کومې ورځې چې طالبانو دغه اعلان کړى خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.))
هغه وايي که چېرې طالبان د بيا ځلي لپاره دغه لاره وتړي نو د خوراکي او نورو توکو بيې به څو برابره لوړې شي او خلک به يې د اخيستو توان نه لري.
هغه زياته کړه: ((زه د سيمنټو دوکان لرم، هره ورځ يې نرخ لوړېږي او که دا لاره بنده شي نو هر څه به ډېر قيمته شي.))
دغه راز په لښکرګاه کې د لومړنيو توکو يوه پلورونکي تاج محمد پژواک ته وويل چې هټۍ وال په دې هڅه کې دي تر څو په ياده موده کې له نورو ولايتونو څخه ډېر خوراکي توکې وارد کړي.
هغه وويل که څه تر اوسه د خوراکي توکو بيې ډېرې نه دې لوړې شوې خو د لارې په بيا بندېدو سره به يې بيې ډېرې لوړې شي.
د هلمند يوه اوسېدونکي والله جان پژواک ته وويل: ((طالبان د خلکو له حاله څه خبر دي، په عامو خلکو لاره تړي ټول مشکل عامو خلکو ته جوړوي، عسکر او پوليس خو کولاى شي چې د هوا له لارې هم ځانونو ته هر شى راوړي.))
ده پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې خلکو ته دې ستونزې نه جووږي او دغه لار دې د تل لپاره د خلکو پر مخ خلاصه پرېږدي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا غړي عطاءالله افغان وويل چې طالبانو پلونه پر بمونو الوځولي وو او لاره يې تړلې وه خو امنيتي ځواکونو بېرته خلاصه کړه.
ده زياته کړه: ((د لارې په نيم کيلومترۍ کې طالبان ناست دي، د ځينو کسانو موټر په نښه کوي، تېره ورځ يې هم يو ملکي کس په همدې لاره کې وژلى و.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP