Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ١٥ واليانو حقوق او امتيازات ځنډول شوي

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): له اداري فساد سره د مبارزې ستراتيژي قانون پر پلي کېدو د څار عالي ادارې، د ١٥ واليانو امتيازات او حقوق له دې امله ځنډولي چې هغوى خپلې شمتنۍ نه دې ثبت کړې.

دې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د پکتيکا د والي الياس وحدت، د زابل د والي بسم الله افغانمل، د کاپيسا د والي سيدمحمد خالد، د فارياب د والي سيد انور سادات، د بلخ ولايت سرپرست عطاء محمد نور، د غزني د والي کريم متين، د نورستان د والي حافظ عبدالقيوم، د کندوز د والي اسدالله عمرخېل، د بدخشان د والي احمد فيصل بيکزاد، د بغلان د والي عبدالستار بارز، د پکتيا د والي زلمي ويسا، د کندهار د والي همايون عزيزي، د هلمند د والي حيات الله حيات، د اروزګان د والي نذيراحمد او د خوست د والي حکم خان حبیبي حقوق او امتيازات ځکه ځنډول شوي خپلې شتمنۍ يې نه دې ثبت کړې.

د دې ادارې چارواکو ويلي چې د شتمنيو د ثبت ادارې فورمې شاوخوا يو کال وړاندې د والي صاحبانو په پته استولې شوې، خو تر اوسه يې هم ګڼ واليان نه دي حاضر شوي چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

د سرچينې په خبره، د کابينې د مصوبې پر بنسټ بايد د هغو چارواکو امتيازات او حقوق ورنه کړل شي چې شمتنۍ يې نه دي ثبت کړې.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې وياندې منيرې يوسف زاده پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې د خبري اعلاميې له خپرېدو وروسته له اداري فساد سره د مبارزې کمېسيون له لوري د ١٥ واليانو امتيازات او حقوق ځنډول شوي دي.

هغه زياته کړه چې يادو شوو واليانو په لوى لاس دا کار نه دى کړى او د تخنيکي ستونزو په سبب تر اوسه نه دي توانېدلي چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

سرچينې زياته کړه چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، له ټولو واليانو څخه په ليکلي ډول غوښتي چې د خپلې شتمنۍ فورمې په بېړني ډول بشپړې کړي او دغه کار به شاوخوا يوه اوونۍ وخت ونيسي.

د ١٥ واليانو حقوق او امتيازات په داسې حال کې له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژي قانون پر پلي کېدو د څار عالي ادارې له لوري ځنډول کېږي چې د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ٧٩٧٩ لوړ پوړو حکومتي چارواکو شتمنۍ ثبت شوې او هغه کارکوونکي چې تر اوسه يې خپلې شتمنۍ ښکاره او ثبت کړې نه دي، د ثبت تر وخته يې شتمنۍ ځنډول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ولسمشر او اجرايي مشر د شتمنيو فهرست، له فساد سره د مبارزې عالي ادارې له لوري اعلان شوى دى.

سره له دې چې د ملي يووالي حکومت د جوړېدو له مهاله وروسته چې څه باندې دوه کاله يې کېږي، له فساد سره پر مبارزه ټينګار کوي او د لوړ پوړو  حکومتي چارواکو شتمنۍ هم د دغه بهير په چوکاټ کې د حکومت په لومړيتوبونو شمېرل کېږي. خو تر اوسه پورې هم د حکومت د سيمه ييز مشرتابه يو شمېر غړي نه دي حاضر شوي چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي، دا هغه څه چې د ملي يو والي حکومت پر بيا بيا ټينګار کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.