کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٥): د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د دفتر مشر د بلخ ولايت د سرپرست عطامحمد نور د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، دغو څرګندونو د هېواد د ترک قوم احساسات متاثر کړي دي.
د جنرال دوستم د دفتر مشر عنايت الله بابر فرهمند وايي: "د بلخ ولايت سرپرست له بي بي سي سره په خبرو کې د داسې وړانديز په اړه خبره کړې، چې ګواکې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه يې د لومړي مرستيال د څوکۍ مقام د نيولو په موخه ترلاسه کړى وي، چې دغه خبر د داسې کسانو مسخره او حکايت دى، چې تر اوسه پورې يې سياست نه دى پوخ کړى، چې په دې ورځو کې يې له هغه څخه د خپلو ګونديانو او تر ډېره د ملي جنبش او د ولسمشر د لومړي مرستيال پر وړاندې د يوې لاسي الې په توګه کاروي."
نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "خلک په دې ښه پوهېږي، چې ښاغلي نور د خپلو باد راوړو مالي سرچينو له بندېدو وروسته اړ دى، چې ارګ ته ځان نږدې کړي او نوموړي هېڅکله هم له خپلو شخصي ګټو پورته د بل شي په اړه فکر نه دى کړى."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د عطامحمد نور خبرو د افغانستان د ترک قوم احساسات په کلک متاثره کړي، زياته کړې: "موږ هغه وړانديز ته چې نوموړي ته د لومړي مرستيال په توګه شوى، هېڅکله هم داسې بيې ته حاضر نه يو، چې دغه مړۍ د عطامحمد نور او د هغه د نوو پلويانو له خولو ډېره لويه ده او د احمد ايشچي دومره ستر ښودل او يا چغې کول د دې لامل نه کېږي، چې موږ له خپل پخواني دريځ چې په غورماچ او نورو مواردو کې د ولسمشر د لومړي مرستيال د له منځه وړلو د بريدونو څېړنه ده؛ په شا شو."
دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، نوموړي ته په کابل کې چارواکو وړانديز کړى، چې پر احمد ايشچي باندې د جنسي تېري د ثابتېدو پر مهال به د جنرال دوستم له ګوښه کېدو وروسته، خپله دى (عطامحمد نور) د دوستم پر ځاى په دنده وګومارل شي.
نور په دغې مرکه کې د دغه وړانديز په ردولو سره ويلي: "زه خيرات خور نه يم. زه د بل چا پاتې شوني خواړه نه خورم، که هغه (جنرال دوستم) ښه دى او يا خراب؛ د ولسمشر لومړى مرستيال دى او که چېرې دوستم له دندې ګوښه شي؛ بايد ځاى ناستى يې يو ازبک وي."
د بلخ سرپرست والي د ايشچي قضيې په اړه ويلي: "که چېرې داسې څه رامنځته شوي وي، دا له هغه غوره ده، له دې وړاندې چې د جنرال دوستم او نړۍ، حکومت، قانون او عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ ناندرۍ رامنځته شي، ښاغلى دوستم په خپله له څوکۍ ګوښه شي."
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند شاه حسين انوري هم پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې د ارګ له ادرسه له چا سره د ولسمشر د لومړي مرستيالۍ په اړه خبرې نه دي شوې او دغه موضوع په خبرو کې هم نه ده مطرح شوې، لکه څرنګه چې له نور سره په مرکه کې هم داسې څه ته اشاره نه ده شوې.
login or register a new account.