Language

پيکان: يوازې نا امني د قانون د حاکميت پر  وړاندې خنډ نه ده

مزارشريف (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۵): مدني فعالان وايي چې حکومت بايد د قانون د حاکميت لپاره له خلکو سره د اړيکو د ټينګښت په برخه کې لا ډېر کار وکړي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۱۵مه د افغانستان د زده کوونکو ټولنې له خوا د مدني فعالانو او محصلينو په ګډون د قانون د حاکميت پر وړاندې د پرتو خنډونو او حل لارو په اړه کنفرانس او ژور بحثونه وشول.

د بلخ ولايت مدني فعال جعفر فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل چې نا امنۍ په افغانستان کې د هرې ستونزې بنسټيز لامل دی.

نوموړي زياته کړه چې له همدې امله د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځته شوی دی.

د هغه په وينا، حکومت بايد د نا امنۍ پر وړاندې د سمې  مبارزې تر څنګ خلکو ته د ځان نږدې کېدو له لارې د قانون پلی کېدو ته لارې هوارې کړي.

د بلخ پوهنتون محصل محمد خالص پژواک ته وويل چې افغان حکومت لا هم د قانون د پلی کېدو په برخه کې کمزوری دی.

نوموړي زياته کړه چې په ډېری ولايتونو کې لا هم حکومت د سيمه ييزو زورواکو تر اغېز لاندې دی او يا هم په کې شامل دي.

هغه وايي، حکومت دې د نا امنۍ او زورواکۍ د ماتېدو لپاره د ولس ملاتړ ترلاسه کړي.

خو په بلخ کې د فساد پر ضد د مبارزې د څار کمېټې مسوول نجيب پيکان نا امنۍ د قانون د حاکميت پر  وړاندې يواځېنی خنډ ونه ګڼه.

نوموړي پژواک ته وويل، د واک د وېش لپاره هڅې، پراخ اداري فساد او د مديريت بحران د نا امنۍ لاملونه دي چې له امله قانون په سمه توګه نه پلی کېږي.

مدني فعالان وايي چې حکومت بايد د هرې ستونزې د حل لپاره ولس ته ځان نږدې کړي. دوی وايي، هغه حکومتونه چې ولسي ملاتړ يې ملګری وي، د قانون د پلی کېدو په برخه کې بېساري د You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.