ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي

تخار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي

author avatar
5 Jan 2017 - 11:47
تخار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي
author avatar
5 Jan 2017 - 11:47

تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د تخار ولايت د ترافيکو مدير حضرت ګل فرخاري د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې په فرخار ولسوالۍ کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

هغه وايي: ((يو ٤٠٤ موټر له بدخشان څخه کابل ته پر لاره و چې په فرخار ولسوالۍ  کې يې يوه ريکشا وهلې ده.))

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ريکشا چلوونکی او يو بل کس وژل شوي خو د ٤٠٤ موټر چلوونکي تښتېدلى دى.

فرخاري وايي چې پېښه د ٤٠٤ موټر د چټک تګ له امله رامنځته شوې او پوليسو د تښتېدلي موټر چلوونکي د نيولو هڅې پيل کړې دي.

د تالقانو اوسېدونکي شاهرخ پژواک ته وويل چې دغه موټر لومړی له یوې ريکشې سره ټکر وکړ او بیا له ونو سره ولګېد او وروسته یې یو شمېر هټۍ هم زیانمنې کړې.

هغه وايي: ((دغه موټر چې کله تخار ته ورسېږي، سرعت يې ډېر زيات وي او بې ځايه هارنونه هم کوي، خلک يې ډېر په تکليف کې کړي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په تخار ولايت کې ورته ترافيکي پېښې رامنځته شوي او اوسېدونکو يې څو ځلې د موټرو د چټک تګ له امله شکايتونه هم کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.