ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار په بنګي ولسوالۍ کې یوه ښځه وژل شوې

د تخار په بنګي ولسوالۍ کې یوه ښځه وژل شوې

author avatar
5 Jan 2017 - 14:49
د تخار په بنګي ولسوالۍ کې یوه ښځه وژل شوې
author avatar
5 Jan 2017 - 14:49

تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په بنګي ولسوالۍ کې يوې ښځې ځان زندۍ کړى، خو د وژل شوې ښځې کورنۍ بيا وايي چې د خاوند له لوري وژل شوې ده.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مېرمن ثریا نومېده او د بنګي ولسوالۍ په کدوخور سیمه کې یې تېره شپه په خپل کور کې ځان زندۍ کړى دى.

اسیر وايي چې ۲۴ کلنه ثریا یو کال مخکې واده شوې وه او تر اوسه يې ماشوم هم نه درلود.

خو د وژل شوې مېرمنې د تره زوى شعیب شوکت پژواک ته وويل چې دغه ښځه یوه اونۍ مخکې خپله مور کور ته غوښتې وه او د خاوند له لوري د تاوتريخوالي په اړه یې ورته ويلي وو.

د هغه په وينا، ثريا خپلې مور ته ويلي وو که د مور کور ته لاړه نه شي، د خاوند له لوري وژل کېږي خو مور یې بې غوري کړې ده.

دی وايي چې ثریا د خپل خاوند له لوري وژل شوې او بیا زندۍ شوې ده.

د تخار د ښځو چارو رییسې رزم ارا حواش هم پژواک ته وويل چې ثریا د خپل خاوند له لوري لومړی وژل شوې او بیا زندۍ شوې ده.

نوموړې وايي چې د هغې پر بدن ټپونه لیدل شوي، نو له دې څخه معلومېږي چې وژل شوې ده.

د تخار امنیتي چارواکي وايي چې پولیسو د دې پېښې په تړاو د هغې مېرمنې خاوند او خسر نیولي او په خبره یې چې د موضوع په اړه د پولیسو پلټنې پیل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.