Language

د هلمند د ګرمسېر امنیه قوماندان نیول شوی

لښکرګاه (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندان نيول شوى او اوسمهال په توقيف خونه کې دى.

په هلمند ولايت کې يوې حکومتي سرچيني د نوم نه ښودو په شرط د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کابل څخه دغه ولایت ته پلاوى ورغلى او بېګاه يې د ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام ولي نيولى دى.

هغه وايي: ((څو ورځې وړاندې څلور لوکس موټر د ګرمسېر په دښته کې روان وو، امريکايانو دغه موټر د بالون د کمرو له لارې لیدلي وو، له غلام ولي سره یې اړيکه نیولې وه، هغه ورته ويلي وو چې دا زما موټر دي.))

د سرچيني په وينا چې وروسته یاد موټر له کمرې څخه ورک شوي او امريکایانو ورپسې کشفي الوتکه پورته کړې وه.

ده وويل، وروسته لیدل شوي چې یاد موټر د پاکستان خاورې ته اوښتي وو نو امريکايانو دغه موضوع له ولسمشر سره شریکه کړې ده او ولسمشر هم په دې اړه پلاوى هلمند ته استولى دى.

هغه وايي: ((تر اوسه دا معلومه نه ده چې ياد موټر ولې پاکستان ته تللي ايا ترياک يې وړل او که کومه بله سياسي مسئله وه.))

د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې د پوليسو د ٥٠٥ بست زون قوماندان مل پاسوال عبدالرحيم چخانسوري وويل چې دغه کس نيول شوى خو په اړه يې له نورو جزئياتو ورکولو ډډه وکړه.

دغه راز د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينټوز هم پژواک ته وويل چې د ګرمسېر امنيه قوماندان غلاو لي له کابل څخه د راغلي پلاوي له لوري نيول شوى او اوسمهال په توقيف خونه کې دى.

کنتوز هم په اړه نور جزئيات ورنه کړل.

غلام ولي په مشرانو جرګه کې د هلمند د استازي محمدهاشم الکوزي خسر دى او تر دې وړاندې يې د هلمند په نورو ولسواليو کې هم د امنيې قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.