ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ٢٨ مېليونه افغانيو په لګښت پر يو سړک قير واچول شول

خوست کې د ٢٨ مېليونه افغانيو په لګښت پر يو سړک قير واچول شول

author avatar
6 Jan 2017 - 13:43
خوست کې د ٢٨ مېليونه افغانيو په لګښت پر يو سړک قير واچول شول
author avatar
6 Jan 2017 - 13:43

خوست (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٥): په خوست ښار کې د ٢٨ ميليونه افغانيو په لګښت پر نږدې يو کيلومتر سړک قير واچول شول او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

دغه سړک چې ٢٤ متره پلنوالى لري، د خوست ولايت د خوست ښار له مجاهد څلور لاري څخه د پروژې تر پُل پورې غځيدلی دی.

د خوست والي حکم خان حبيبي، نن ګټې اخستنې ته د دې سړک د سپارلو په مراسمو کې وويل چې د دې پروژې کار په څلورو مياشتو کې بشپړ شوى او لګښت يې د ښاروالۍ له بودجې ورکړل شوى دى.

د خوست ښار اوسېدونکي فيض الله چې ټکسي موټر چلوي، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دې سړک پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل : "کله چې دا سړک خراب و، زموږ موټرو ډېر عوارض پيدا کول، اوس بيخي ښه شو، که دا نور سړکونه هم همدا ډول جوړ شي، نو ډېره اسانتيا به رامنځته کړي."

 د خوست ښار بل اوسېدونکى عبدالبصير هم د دې سړک پر جوړېدو خوښ دى او وايي : "په ښار کې موږ نور سړکونه هم لرو چې له ډېر بد وضعيت سره مخ دي، که هغه جوړ شي، نو له يوې خوا به د ښاريانو ستونزې هوارې شي او له بلې خوا به ښار هم ورسره ښکلى شي."

ده له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې د پروژو کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير وايي چې نه يواځې د دغې پروژې کيفيت ته يې پاملرنه کړې بلکې د ټولو هغو پروژو کيفيت ته به جدي پاملرنه کوي چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې پلې کېږي.

د خوست ښاروالۍ چارواکي وايي، د خوست ښار د پراختيا او هلته د ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره د ځينو نورو پروژو کار هم روان دى چې ځينې به يې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.