ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يوه کونډه مېرمن خپلو اتو اولادونو ته مرسته غواړي

خوست کې يوه کونډه مېرمن خپلو اتو اولادونو ته مرسته غواړي

author avatar
7 Jan 2017 - 13:50
خوست کې يوه کونډه مېرمن خپلو اتو اولادونو ته مرسته غواړي
author avatar
7 Jan 2017 - 13:50

خوست ښار (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): د خوست اوسېدونکې مېرمن شېرين ګله چې له اتو اولادونو سره له ټوټو جوړه خېمه کې ژوند کوي، له دولت او خيريه مرستندويه ټولنو د مرستونه غوښتنه کوي.

مېرمن شېرين ګله له خپلو اتو اولادونو سره خوست ښار ته نږدې په ازادۍ مېنه کې د يوې چاردېوالۍ دننه په یوه زړه خېمه کې ژوند کوي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې مازديګر له لمر لوېدو مخکې پر خپلو ماشومانو کمپلې اچوې؛ ځکه د بېوزلۍ له امله د خېمې تودولو وس نه لري.

شېرين ګلې زياته کړه، اولادونه يې له دې امله چې د شپې یې ساړه شوي وي، سهار د خېمې څنګ ته یو ځای راغونډ کېنې او ځانونه تودوي.

دې پژواک اژانس ته وويل: ((دغه يو کمپله يې په سر اچوم، نور هېڅ هم نشته، په دغه ځای کې ويده کېږي چې کله يې ساړه ونيسي نو دا کمپله پرې راکش کړم. کاغذونه راټولوم او بيا يې په دې نغري کې سوځوم، چې لږ پرې تاوده شي.))

د یادې چاردېوالۍ دننه په يوه کونج کې په يوه وړه خونه کې د هغې زوم له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره اوسي، خو شېرين ګله وايي چې د کور څښتن يې ترې د بې وسۍ له امله کرايه نه اخلي.

دې پژواک ته زياته کړه چې خاوند او مشر زوی يې درې کاله مخکې مړه شوي، څلور لوڼې او څلور زامن لري، خو زامن يې واړه دي او د کار کولو جوګه نه دي.

هغې زياته کړه: ((زما د خاوند دوه ناسکه وروڼه شته، پاکستان کې اوسېږي. دغه کوټه کې مې زوم اوسي، کور په کور ګرځي د کاليو ګنډلو ماشينونه جوړوي. دی هم په خپله اته کسه کورنۍ لري.))

شېرين ګلې دغه راز وويل چې نه يوازې له يخې هوا د ماشومانو د ساتلو لپاره مناسبې تودې جامې او کمپلې نه لري، بلکې د سهار او بېګاه لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لار هم ترې ورکه شوې ده.

شېرين ګل زياته کړه: ((ماشومان مې برابر غوندې دي هغه په ښار کې پالش کوي، د ورځې پنځوس يا سل روپۍ پيدا کوي چې هېڅ هم نه دي، په هغو باندې اوړه واخلم، چای واخلم، بوره واخلم او که غوړي واخلم، زه خپله کور په کور ګرځم، د خپلو بچو لپاره اوړه راټولوم، غوړي راټولوم او همدا شان د سون لپاره د لرګيو سوال کوم))

هغې له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې دولت او يو شمېر خيريه ټولنو ته يې لاس غځولی، خو داسې مرسته يې نه ده ورسره کړې چې د کورنۍ ستونزې يې پرې هوارې شي.

مدني فعال محمد زمان نظري د شتمنو خلکو تر څنګ له دولت په ځانګړي ډول افغاني سرې مياشتې، کډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو له مسوولينو غوښتنه کوي چې د بې وزلو کورنيو د حال پوښتنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.