Language

د تخار ترافيکي پېښه کې د څلور خبريالانو په ګډون اووه تنه ټپيان شوي

تالقان(پژواک،١٨مرغومى٩٥): د تخار ولايت په مرکز کې د ترافيکي پېښې له امله د څلورو خبريالانو په ګډون ٧ تنه ټپيان شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر خبريالان له تخار څخه کندوز ته روان وو چې د قلبرز په سيمه کې يې موټر له ترافيکي پېښې سره مخ شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د څلور خبريالانو په ګډون اووه تنه ټپيان شوي دي.

ده وويل: (( درې نور ټپيان د هغه بل موټر سپرلۍ ده.))

دغه راز د تخار د ولايتي روغتون د ډاکټرانو مشر جميل فروتن پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوى ته ٧ ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا،په ټپيانو کې څلور يې خبريالان دي چې د درېيو وضعيت د اندېښنې وړ دى.

دغه راز په تخار کې د ازادو ژورنالېستانو ولايتي مسوول صبور واقف وايي چې په دې پېښه کې د اريانا تلوېزيون خبريال نصرت ابراهيمي او کمره مين نعيم رحيمي، د ايران د دري راډيو خبريال عرفان بزګر او د خورشيد تلوېزيون خبريال شفيق پويا شامل دي.

دى هم وايي چې د خبريالانو وضعيت ښه نه دى.

login or register a new account.