ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځمکې پر سر شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ځمکې پر سر شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
7 Jan 2017 - 16:50
د ځمکې پر سر شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
7 Jan 2017 - 16:50

پل علم (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): په لوګر کې د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ د دولتي ځمکې پر سر د شخړې له امله يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر مازديګر د محمد اغې ولسوالۍ په غل درې سيمه کې د دولتي ځمکې پر سر د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې يو کوچى وژل شوى او درې ځايي خلک ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((اول يې لفظي شخړه کړې او وروسته يې بيا ټوپک را اخيستې او يو پر بل يې ډزې کړې دي.))

عابد وايي چې د پېښې په تور اووه کسه نيول شوي او اوسمهال په توقيف کې دي.

د غل دري سيمې اوسېدونکي ګل الرحمن پژواک ته وويل چې د څو ورځو راهيسې په دې سيمه کې د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ د ځمکې پر سر لفظي شخړه روانه وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، پرون مازديګر بيا فزيکي شخړه شوې او مرګ ژوبله يې هم لرله.

ده وويل: ((د سيمې خلک فکر کوي چې ځمکه د دوى ده او کوچيانو دا څو ورځې په دې سيمه کې پر ځمکو غصب روان کړى وو.))

د لوګر د سيمه ييزو چارواکو د معلوماتو له مخې د مرکز پل علم تر څنګ په ازره، محمد اغه، خروار، څرخ او خوښۍ ولسواليو کې هم د عامو خلکو، زورواکو او دولتي کسانو له لوري دولتي ځمکې غصب شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.