Language

په مزارشريف کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

مزارشريف (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د نامعلومو وسله والو پر ډزو د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د مزارشريف ښار د کارته نور خدا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، دوه وسله وال د يادې سيمې يو کور ته ننوتلي، يوه ښځه، يو ماشوم او یو زلمى یې  پر ډزو وژلي دي.

د نوموړي په وينا، له لومړنيو پلټنو معلومه شوې، چې بريدګر د وژل شوو  کسانو له کورنۍ سره اړيکې درلودې او دا پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.

قادري وويل چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې او د مقتولې کورنۍ د ادعا پر بنسټ يې يو کس نيولى او تر پلټنو لاندې دي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي حاجي روح الله پژواک اژانس ته وويل چې دوى د شپې ډزې واورېدې او سهار مهال مړي د پوليسو له خوا روغتون ته ولېږدول شول.

نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه درلودل.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.