غزني ښار(پژواک،١٩مرغومى٩٥): د غزني امنيه قوماندان وايي چې خلکو ورسره د امنيت د ټينګښت په برخه کې ژمنې کړي نو له دې وروسته به وسله وال ونه شي کولى غزني نا امنه کړي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د مرغومي په١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې يې د غزني ګيرو، زنخان، اندړو او ځينو نورو ولسواليو ته سفرونه کړي دي.
هغه وايي چې د يادو سيمو خلکو ورسره د امنيت د ټينګښت په برخه کې ژمنې کړې دي او د خلکو د همکارۍ په صورت کې وسله وال مخالفين نه شي کولى دغه ولايت نا امنه کړي.
هغه دا هم وويل چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو په ډيرو سيمو کې ماتې خوړلې ده.
ده زياته کړه: (( که دوه چورلکې ماته راکړل شي نو بيا تاسو يواځې د مخالفينو مړي وشمېرئ، غزني به داعش او طالب ته په دوزخ بدل کړم.))
ده وويل چې داعش وسله والو په دې وروستيو کې د غزني د ګيرو او د زابل د خاک افغان ولسواليو په ګډه پوله فعاليت پيل کړى چې حکومتي مشران بايد دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه دا هم وويل: (( ټولو هغو کسانو ته به سخته سزا ورکړم چې په غزني کې صحرايي محکمې ترسره کوي.))
دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع پژواک ته وويل چې که د غزني له امنيه قوماندانۍ سره اړينې مرستې وشي، خلک ورسره همکاره دي نو امنيت به ټينګ شي.
هغه زياته کړه: (( که د کورنيو چارو وزارت له غزني پوليسو سره پوره همکاري وکړي نو زه مطمين يم چې امنيت به راشي.))
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي لعل محمد پژاوک ته وويل چې حکومت په يواځې ځان نه شي کولى امنيت ټينګ کړي.
هغه وايي چې د امنيت په ټينګښت کې خلک بايد له حکومت سره پوره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې په غزني کې د امنيتي ځواکونو عمليات ناکامه و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP