کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): په ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې د حقاني شبکې د دوو پاکستاني قوماندانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او د يو ځانمرګي بريد مخه نيول شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت له لوري د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ځانګړو پوليسو د لعل پورې ولسوالۍ په ناصافي سيمه کې عمليات کړي دي.
د سرچینې په حواله په دغو عملياتو کې د حقاني شبکې د دوو پاکستاني قوماندانانو هر يو عمران خان او شاهين په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، يادو قوماندانانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګريزو بريدونو په پلي کولو کې مهم رول درلود.
سرچينه زياتوي چې په دغو عملياتو کې د حقاني شبکې دوه نور غړي ضياءالرحمن او سربلند له څلور ميله کلاشينکوف، يو ميل راکټ او له يو شمېر نورو مهماتو سره نيول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې عامو خلکو او پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو د يو ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.
په پکتيکا کې د ملي امنيت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ يوه ځانمرګي بريدګر غوښتل د ملي امنيت اړوند د صفر اته قطعې پر مشر وزير شاهين بريد وکړي.
خو سرچينه وايي چې موخې ته له رسېدو وړاندې بريد کوونکی تښتېدلی خو د ځانمرګي واسکټ او نور چاودېدونکي يې پاتې دي.
login or register a new account.