ميمنه (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): د فارياب ولايت د پوليسو چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د پوليسو يو افسر د خپل ملګري له لوري د تومانچې پر ډزو وژل شوى دى.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اطفايې ادارې مدير دويم څارن محمد طاهر د خپل يوه ملګري له لوري چې اجمل نومېده، وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((تر اوسه د وژنې انګيزه نه ده څرګنده شوې او قاتل هم له ساحې تښتېدلى دى، خو د پېښې په اړه د پوليسو څېړنې دوام لري.))
يوې امنيتې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط وويل، اجمل چې د طاهر د څو کلونو ملګرى و، په ميمنه ښار کې يې ريشکا چلوله.
نوموړي زياته کړه: ((اجمل د معمول سره سم نن شپه د طاهر مېلمه و، د طاهر تمانچه اخلي او په سينه يې ډزې کوي.))
د مقتول يوه خپلوان پژواک ته وويل: ((د شپې اته بجې دغه دوو کسانو غوښتل چې چاى وڅښي، طاهر پاڅېږي چې شيرينې راوړي، اجمل د موقع نه په استفادې سره د هغه تمانچه له تاخچې اخلي، پر طاهر ډزې کوي او بيا له ساحې تښتي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن