غزني(پژواک،٢٠مرغومى٩٥): په غزني کې د لويو لارو موټر چلوونکي وايي چې د لارو په اوږدو کې د پوليسو له لوري ځورول کيږي او هم پیسې ترې اخلي، خو د غزني امنيتي چارواکي بيا وايي چې پوليس د دې کار حق نه لري.
د پکتيا-غزني د لويې لارې موټرچلوونکي جان محمد د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني په مربوطاتو کې څو ځايه موټر چلوونکي ځورول کيږي.
هغه وايي: (( د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پوليسو څو ځلې له ما نه پيسې اخيستې دي که پيسې ورنه کړم، بيا وار او ګوزار کوي.))
د هغه په وينا، له پکتيا څخه غزني ته لرګي وړي، خو پوليس ترې پيسې اخلي او بيا دوى ته د ګټې په نوم هېڅ هم نه پاتې کيږي.
دغه راز د غزني-کندهار د لويې لارې يو تن موټر چلوونکي عبدالله هم پژواک ته وويل چې د لارې په اوږدو کې د ملي پوليسو ترڅنګ سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي هم ترې پيسې اخلي.
هغه وايي: (( هر يو چې دې ګير کړي درته وايي چې پيسې راکړه که ورته ووايي چې ولې نو درته وايي چې زه دې امنيت نيسم او که دې لږ ځان ورسره بند کړ نو بيا دې وهي.))
هغه وايي چې پوليسو له وړو موټرو څخه دوه يا درې سوه کلدارې او له غټو موټرو څخه پنځه سوه تر زرو کلدارو پورې اخلي.
د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل چې څو ځلې يې په خپلو سترګو ليدلي چې پوليس له موټر چلوونکو څخه پيسې اخلي.
هغه وايي: (( پوليس په لاره کې ولاړ وي، په زوره له موټر چلوونکو څخه پيسې اخلي.))
لعل محمد وايي چې په دې اړه تر اوسه څو ځلې خلکو سيمه ييزو چارواکو ته شکايت کړى، خو کومه پايله يې نه لرله.
د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته شکايتونه وکړل.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې هېڅ پوليس حق نه لري خلک وځوروي او يا هم پيسې ترې واخلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP