Language

په لوګر کې د کار، ټولنيزو چارو او معلولينو رياست  ځمکه غصب شوې

پل علم(پژواک،٢٠مرغومى٩٥): په لوګر  د کار، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست چارواکي وايي چې يو شمېر کسانو يې ځمکه غصب کړې او اوسمهال ترې شخصي ګټه پورته کوي.

د لوګر د کار، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو چارو رييس شاه محمد وليزوى د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يو شمېر عامو خلکو له لوري په مرکز پل علم کې دوى پورې اړونده ځمکه غصب شوې ده.

هغه وايي: (( دې کسانو د لومړي نمبر کودکستان ۲۱۶۰ متره مربع او د دویم نمبر کودکستان ۲۶۴۶متره مربع ځمکه غصب کړې او اوس مهال ورڅخه شخصي ګټه اخلي.))

د ولي زوى د معلوماتو له مخې، دغه ځمکه له تېرو درېيو کلونو راهيسې دې کسانو غصب کړې   او زور هم وايي.

هغه ونه ويل چې دغه کسان په چا پورې اړه لري خو زياته يې کړه: (( ټوپک لري څوک نږدې نه شي ورتللاى.))

ده وويل چې په دې اړه يې د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ ته مکتبونه لېږلي، خو تر اوسه کوم اجرات نه دي شوي.

نوموړي زياته کړه: (( که ولايت مقام په دې برخه کې اجرات ونه کړي، ډير ژر به د کودکستانونو دغه ځمکه زموږ له لاسه ووځي.))

د يادې ځمکې نيونکو پژواک سره په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د ولايت مقام د دولتي ملکيتونو د بېرته را ګرځولو په برخه کې جدي اقدامات کوي.

هغه وایي: (( د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري تازه په دې برخه کې موږ ته خبر راکړل شوى او موږ به پرته له ځنډ څخه د هغوی ملکیتونه د غاصبینو له منګلو خلاص  کړو.))

دا په داسې حال کې ده چې د لوګر په مرکز پل علم، خروار، څرخ، بره کي برک او ازرې ولسواليو کې د عامو خلکو او زورواکو له لوري دولتي ځمکې غصب شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.