Language

د لوګر چارواکي د  ١٠٣ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي

پل علم(پژواک،٢١مرغومى٩٤): د لوګر چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٠٣طالبان وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي، خو  طالبان بيا په دې کچه مرګ ژوبله ردوي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې امنيتي ځواکونو په مرکز پل علم، خروار، بره کي برک او څرخ ولسواليو کې عمليات پيل کړي و چې تېره شپه پاى ته ورسېدل.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې ١٠٣ طالبان وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي چې په وژل شوو کې لس بهرني او څلور ځانمرګي بريدګر هم شامل دي.

صالح وايي چې د همدې عملياتو په ترڅ کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان دي، خو دا معلومه نه ده چې ملکي خلکو ته د چا په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، د عملياتو په لړ کې د طالبانو څلور موټر ، ١٢ موټر سايکلونه او څلور دهشکې له منځه وړل شوي او ٤٠ ماينونه هم شنډ کړاى شوي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې درې ميله کلاشينکوفونه، يوه دهشکه او دوه راکټونه  د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز هغه وويل چې په يادو  عملياتو کې د ملي اردو پنځه سرتېري هم ټپيان شوي دي.

د لوګر د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين پژواک ته وويل چې دغه عمليات ګټور وو او ګڼ شمېر طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي چې د همدې عملياتو په ترڅ کې ډيرې سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوې دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي هم پژواک ته وويل چې د دې عملياتو په ترڅ کې ګڼې سيمې بېرته امن شوې دي.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونه بايد د عملياتو پرمهال د ملکي خلک ژوند ته ډيره پاملرنه وکړي.

خو وسله وال طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.