مزارشريف (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۵): د بلخ ولايت د مزارشريف ښاروال وايي چې د ښار په ماسټر پلان کې شامله سلګونه جريبه شنه ساحه زورواکو غصب کړې ده.
بلخوا ولايتي شورا ادعا کوي چې يوازې د ښار په ماسټر پلان کې شاملې برخې نه، بلکې د ښار شاوخوا سلګونه زره جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.
د مزارشريف نوي ښاروال نصير احمد عيني پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د روانو څو لسيزو جګړو پر مهال د مزارشريف ښار په ماسټر پلان کې شامل ځينې دولتي ملکيتونه غصب شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د ښاروالۍ په پخواني ماسټر پلان د حلقوي کمربند په اوږدو کې ۹۰۰ جريبه ځمکه غصب او په خپل سر وېشل شوې ده.
هغه وايي چې دغه غصب زورواکو د کورنيو جګړو پر مهال چې د سيمه ييز حکومت اړيکې له مرکز سره نه وې، کړی دی.
ښاروال وويل چې د ياد غصب له امله د ښاروالۍ د پارک جوړونې چارې ټکنۍ شوې دي.
خو نوموړي ټينګار وکړ چې په دې وروستيو کې د يادو ځمکو د بېرته تر لاسه کېدو لپاره جدي هڅې پيل شوې دي.
خو د ولايتي شورا وکيلان بيا وايي چې يوازې د ښاروالۍ په ماسټر پلان کې شاملې برخې نه دي غصب شوي.
د ولايتي شورا وکيل شجاع الدين شجاع پژواک ته وويل چې د مزارشريف ښار شاوخوا لسګونه زره جريبه شخصي او دولتي ځمکې غصب شوې دي.
نوموړي زياته کړه ، سيمه ييز حکومت دنده لري چې د يادو ځمکو د بېرته تر لاسه کېدو لپاره جدي کار وکړي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي هم په دغه ولايت کې د دولتي او شخصي ځمکو د غصب په تړاو د بلخ اداره ملامتوي.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي جمال پژواک ته وويل چې له کلونو کلونو راهيسې د البرز غرونو لمنو کې د څارويو زرګونه جريبه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP