Language

په خوست کې يو کس د خپلې کورنۍ درې غړي ووژل

خوست ښار (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): په خوست کې يو تن د خپلې کورنۍ پر غړو بريد کړی چې درې کسان يې وژلي او يو کس يې ټپي کړى.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ  د مرغومي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس وويل  چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ډډوالو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي چې له امله يې خور، ورور او د تره زوی وژل شوي  او پلار يې ټپي شوی دی.

دى وايي چې د قاتل پلار روغتون ته لېږدول شوى او اوس تر درملنې لاندې دى.

ځدراڼ زياته کړه چې تراوسه د يادې پېښې انګېزه نه ده معلومه، پوليسو بريدګر نيولى او پوښتنې ترې پيل شوې دي .

د سيمې يو تن اوسېدونکي اکبرالله پژواک اژانس ته وويل چې بريدګر معتاد دی او پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله  رامنځته شوې.

پوليسو ددغې پېښې په تړاو تراوسه رسنيو سره معلومات نه دي شريک کړي.

login or register a new account.