ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د حقاني شبکې څلور کسان وژل شوي

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د حقاني شبکې څلور کسان وژل شوي

author avatar
11 Jan 2017 - 11:56
د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د حقاني شبکې څلور کسان وژل شوي
author avatar
11 Jan 2017 - 11:56

خوست ښار (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): د خوست ځايي چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د حقاني شبکې دوه سرګروپان او دوه نور وسله وال وژل شوي دي.

د خوست د صبريو ولسوال زرمعيد مخلص د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دغه هوايي بريد تېرماښام ددې ولسوالۍ د محمدعزيز کلا ترڅنګ پر يوه سراچه موټر شوی، چې په کې سپاره څلور واړه کسان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو وژل شوو کسانو کې د نظرجان او روح الله په نومونو د حقاني شبکې دوه سرګروپان دي او همدارنګه يو ماين خښوونکی او څلورم هغه يې د وسلو او مهماتو د لېږد مسوول وو.

 مخلص زياته کړه، چې  ياد وژل شوي وسله وال مخالفين د صبريو ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي وو او دغلته يې د ورانکارو فعاليتونو د تنظيم مسووليت پرغاړه درلود.

تر اوسه ولايتي امنيتي منسوبينو د ياد هوايي بريد او د وژل شوو کسانو په اړه څه نه دي ويلي او همدارنګه  حقاني شبکې  او طالب وسله والو هم  په دې اړه کوم غبرګون نه دى  ښودلی.

په همدې حال کې د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل، ويې ليدل چې له هوا څخه يو سراچه موټر پر توغندي ويشتل شوى، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه درلودل.

د يادونې ده چې پرون يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته ويلي و چې امنيتي ځواکونو په صبريو ولسوالۍ کې د خوست لپاره د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو مسوول  نيولى  دى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.