Language

د غزني په  درې ولسواليو کې روغتيايي خدمتونه کمزوري دي

غزني ښار(پژواک،٢٣مرغومى٩٥): د غزني د درېيو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه شته، خو له اړتيا سره سم خلکو ته روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کوي.

د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله د مرغومي په١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغې ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز شته، خو يواځې يو ډاکټر په کې کار کوي.

هغه وويل: (( يو ډاکټر په هيڅ صورت نه شي کولى د يوې ولسوالۍ ټول مريضان وګوري او دوا ورکړي.))

د هغه په وينا، دغه ولسوالۍ د کابل-کندهار پر لويه لار هم پرته ده چې کله نا کله ورته د ترافيکي پېښو ټپيان هم ور وړل کيږي.

ده وويل چې په ولسوالۍ کې مېندۍ هم د زېږون پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي، ځکه يا خو يې ماشوم په کور کې پيدا کيږي او يا هم اړ دي چې درې ساعته مزل وکړي ترڅو غزني ښار ته ورسيږي.

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي نقيب الله هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز  کې هم د ډاکټرانو شمېر کم دى.

هغه وويل: (( يو خو يې ډاکټران کم دي بل خلکو ته تاريخ تېر درمل ورکوي څو ورځې وړاندې زموږ يو مريض ته يې د ٢٠١٢ کال دوا ورکړې وه.))

بل لورته د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې د نامعلومو دلايلو له مخې له لسو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز تړل شوى دى.

هغه وايي: ((سره له دې چې طالبان په دې کار کې هيڅ مشکل نه لري، موږ څو ځلې ولايت ته وړانديز وکړ خو چا زموږ دغه ستونزه هواره نه کړه.))

يادو او يو شمېر نورو کسانو له سيمه ييزې ادارې او حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې روغتيايي ستونزې يې هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې  د دې ولايت په يو شمېر سيمو کې د سرې مياشتې له لوري روغتيايي مرکزونه فعاله شوي دي.

په غزني کې د سرې مياشتې د ولايتي دفتر مشر سميع الله صديقي پژواک ته وويل چې په يو شمير سيمو کې دوى کوچني روغتيايي مرکزونه فعاله کړي دي.

login or register a new account.