لښکرګاه(پژواک،٢٣مرغومى٩٥): د هلمند چارواکي وايي چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د يو قوماندان په کډون ١٢ طالبان وژل شوي دي.
د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري د مرغومي په٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو ددې ولسوالۍ په ګيمک او خارکي سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وويل چې په دې بريدونو کې ١٢ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ولسوال وايي چې په وژل شوو کې د مولوي عتيق الله په نوم د طالبانو يو مشهور قوماندان هم شامل دى.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالې کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وويل چې ګرمسېر ولسوالۍ کې امنيتي ساحه د پراخېدو په حال کې ده او وسله والو مخالفينو ماتې خوړلې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په وروستيو درېيو مياشتو کې په هلمند کې په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې وشوې.
په دې جګړو کې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ يو شمېر ولسوالۍ هم ونيولې.
هلمند له مرکزلښکرګاه پرته ١٣ ولسوالۍ لري چې شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو نورو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP