Language

“په امام صاحب ولسوالۍ کې د نامعلومو دلايلو له امله عمليات درېدلي”

کندوز(پژواک،٢٤مرغومى ٩٥): د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ مسوولين او اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ګواښونه زيات شوي او عمليات د نامعلومو دلايلو له امله بند شوي دي. 

 د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال امان الدين قريشي پژواک اژانس ته وويل چې که د ژمي په دې فصل کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عمليات پيل نه شي نو په پسرلي کې ددې ولسوالۍ امنيتي وضعيت ډير خراب شي .

ده وويل (( موږ له دولت څخه غواړو چې په دې ولسوالۍ کې مېشتو امنيتي ځواکونو ته د عملياتو د پيلولو لارښوونه وکړي ، ځکه ژمني عمليات د نامعلومو دلايلو له امله بند دي او وسله وال  طالبان د کندوز ښار په دوه کيلومترۍ کې فعاليت کوي .))

 ده وويل چې وسله وال طالبان د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د نظامي زده کړو ستر مرکزونه لري او د انتحاري او انفجاري  بريدونو زده کړې کوي .

 د رحمت الله په نامه د امام صاحب ولسوالۍ يو دوکاندار وايي چې دوى د طالبانو د بريدونو له وېرې خپل دوکانونه نه شي خلاصولى .

 ددې ولسوالۍ يوبل اوسېدونکى شېراغا وايي چې د خدى لپاره دولت خوب  وړى ، عمليات نه کوي ، وضعيت هره ورځ خرابيږي .           

د ٨٠٨سپين زر زون قوماندان لوی پاسوال شېرعزيز کامه وال وايي چې د ولسوال او خلکو اندېښنې پرځاى دي ، خو په دې ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات جريان لري .

ده وويل چې په يوه ورځ کې ټوله ولسوالي له وسله والو نه شي پاک کېدلى ،عمليات روان دي او د پسرلي له را رسېدو مخکې به ټوله ولسوالي له وسله والو پاکه شي .

 

login or register a new account.