محمودراقي(پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۵): د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي چې د تګاب ولسوالۍ څلور پراخه سيمې له وسله والو مخالفينو نيول شوي او ۲۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال د تګاب په يو شمېر سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه روانه ده.
هغه زياتوي، امنيتي ځواکونو څلور پراخه سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې کړې دي او د سله والو مخالفينو د څلوروقوماندانانو په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د نوموړي په وينا، عمليات به تر هغه دوام ولري تر څو چې د تګاب ټوله سوېلي سيمه له وسله والو مخالفينو څخه پاکه شوې نه وي.
بلخوا د تګاب يو اوسېدونکي حاجي جنت ګل وايي، جګړه د تګاب په جنوبي او مرکزي برخو کې جريان لري چې له امله يې وسله والو مخالفينو ، سيمه ييزو پوليسو او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د جګړې له امله ډېری کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه راز د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی په جګړه امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ردوي.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ د کاپيسا په تګاب او نجراب و لسواليو کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا د غبار په نوم چاڼيز عمليات پيل شوي چې تر دې دمه دوام لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن