تالقان(پژواک،٢٥مرغومى٩٥): په تخار کې د پوليسو او نا مسووله وسله والو ترمنځ نښته کې د يو ملګي وګړي په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام په رستاق ولسوالۍ کې د پوليسو او نا مسووله وسله والو کسانو ترمنځ جګړه شوې ده.
اسير وايي چې يادو کسانو د رستاق په چپه خانه سيمه کې په لويه لار کې خلک لوڅول او پيسې يې ترې اخيستې چې پوليس د دې کار د مخنيوي په موخه سيمې ته ورغلي و.
هغه وويل چې د پوليسو په ورتګ سره، نا مسوولو وسله والو پر پوليسو ډزې وکړې او جګړه رامنځته شوه چې په ترڅ کې يې يو ملکي کس، يو پوليس او دوه نا مسوول وسله وال و وژل شول.
اسير وايي چې له يادو کسانو څخه يو ميل کلاشينکوف او يو ميل راکټ هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د چپه خانې سيمې قومي مشر مولوي حسن پژواک ته وويل: (( دغو کسانو لاره نيولې وه او خلک يې ځورول چې پوليس پرې راغلل او پر دوى يې ډزې وکړې چې بيا دغه کسان په يو کور کې پټ شول.))
هغه د دې نا مسووله وسله والو د شمېر په اړه معلومات نه درلودل ، خو زياته يې کړه چې ددې کسانو په ډزو کې يو پوليس او يو ملکي کس و وژل شول.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې د تخار والي محمد ياسين ضياء پژواک ته ويلي و چې نا مسووله وسله والو ددې ولايت امنيت له جدي ننګونو سره مخ کړى دى.
خو بيا د تخار امنيتي چارواکو ويلي و چې هڅې يې روانې دي ترڅو په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو مخه ونيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن