مزارشريف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د افغان تاريخ ليکونکي پوهاند حسن کاکړ د مړينې په وير غونډه کې ګډونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د هغه په نوم دې يو څېړنيز بنسټ جوړ کړي.
ياده غونډه چې د بلخ ادبي خوځښت په نامه د افغان کلتور د ودې ټولنيز مرکز لخوا د مرغومي په ۲۴مه، جوړه شوې وه، د بلخ ولايت د مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو تر څنګ په کې دولتي چارواکو او د ولايتي شورا غړو برخه لرله.
پوهاند محمد حسن کاکړ د روان کال د مرغومي په ۱۷مه، په جلاوطنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي جاويد واک پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوهاند حسن کاکړ په نړيواله کچه د افغان تاريخ منل شوی ليکوال و.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دولت دې د ارواښاد د نابشپړو تاريخي څېړنو د پوره کېدو لپاره د کاکړ په نامه د تاريخي څېړنو بنسټ جوړ کړي.
د بلخ پوهنتون استاد پوهندوی غلام فاروق خپلواک ويرغونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ارواښاد کاکړ يوازې تاريخي پېښې نه دي ثبت کړې، بلکې د هغو په اړه يې ښه شننه هم کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې افغان تاريخ همداسې تاريخ ليکونکو ته ډېره اړتيا لري، چې پېښې په ښه توګه تحليل کړای شي.
د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ بيا پر ځوانانو د ارواښاد کاکړ د ژوند او د هغه د ليکل شويو اثار په اړه د مطالعې غږ وکړ.
نوموړي زياته کړه چې ارواښاد کاکړ د يو تاريخ ليکونکي په توګه خپل دنده په ښه توګه ترسره کړې، اوس بايد ځوانان ترې ګټه واخلي.
پوهاند حسن کاکړ په انګليسي، پښتو او دري ژبو د افغانستان د تاريخ په تړاو ډېرې ليکنې او ژباړې کړې او خپرې شوې دي.
نوموړي د لوی افغانستان او د تپل شوې ډيورنډ کرښې په اړه مهمې څېړنې کړي چې د افغانانو تر څنګ يې د نړيوالو تاريخ ليکونکو پام هم ورواړاوه.
د سلګونو خپرو شويو ليکنو تر څنګ يې د کابل سلطنت بيان- ژباړه، پښتون، افغان او افغانستان او امان الله خان واکمنۍ ته نوې کتنه او زما غوره ليکنې يې مشهور کتابونه دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP