ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنيتي ارګانونو مسوولين دې د سياسي مصلحتونو پر اساس نه ګومارل کېږي

د امنيتي ارګانونو مسوولين دې د سياسي مصلحتونو پر اساس نه ګومارل کېږي

author avatar
14 Jan 2017 - 15:13
د امنيتي ارګانونو مسوولين دې د سياسي مصلحتونو پر اساس نه ګومارل کېږي
author avatar
14 Jan 2017 - 15:13

خوست ښار (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٥): د خوست يو شمېر مدني فعالان او ديني عالمان له مرکزي دولت غوښتنه کوي، چې د امنيتي ارګانونو مسوولين دې د سياسي مصلحتونو پر اساس نه ګوماري.

دوى دا څرګندونې د مرغومي په ٢٥مه، په هغه غونډه کې وکړې، چې د کابل، کندهار او هلمند ولايت کې د تېرې سه شنبه په ورځ د ځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو د غندنې په تړاو جوړه شوې وه.

مدني فعال نصيراحمد روښان غونډې ته وويل، په افغانستان کې د روان جنګ د نه کابو کولو يو لامل دا هم دی، چې د حکومت مشرانو د امنيتي ادارو په ګډون زياتره دولتي ادارې د سياسي پريکړو پر اساس ويشلې دي.

هغه زياته کړه : ((په افغان دولت باندې غږ کوو چې امنيتي ادارې دې مسلکي کړي، امنيتي ادارې د مصلحت پراساس ويشنه د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده. د ملي يوالي حکومت بايد دغه درې ستر امنيتي ادارې د مصلحت قرباني نه کړي)).

نصيراحمد رواښان همدا ډول د دولت په ټولو وسله والو مخالفينو غږ وکړ، که غواړي خپلو موخو ته ورسيږي، نو د افغانانو له وژلو دې لاس واخلي او د سولې خبرو ته دې غاړه کيږدي.

هغه وايي: ((نشي کيدای چې د افغان وسله وال فوځ پروړاندې ستاسو مقاومت ددې باعث شي چې ولايتونه سقوط ورکړی، خو يواځې يو څه کولی شی چې هره ورځ به افغانې ميندې د خپلو بچيانو پر وير باندې ژړوی او هره ورځ به په دغه خاوړه کې ګلالي ماشومان یتيمان کوی، له دې پرته هيڅ هم نه شی کولی)).

ددې ولايت د ديني عالماو شورا مشر مولوي شاه محمد بيا يادې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې وسله والو مخالفينو په افغانستان کې اوسنۍ جګړه د اسلام لپاره نه، بلکې د شخصي ګټو په موخه جاري ساتلې.

نوموړی زياتوي: ((ددې هېواد ټول اوسيدونکي مسلمان دي، څوک چې ددوی پروړاندې جنګيږي دا جهاد نه بلکې دا جنګ شخصي او د پرتو ګټو لپاره وسله وال مخالفين ترسره کوي او افغانان په کې قرباني کيږي)).

د خوست مرسيتال والي شېربادشاه ارګوني ياده غونډه کې د کابل، کندهار او هلمند وروستي بريدونه د متحده عربي اماراتو سفارت د پنځو ډيپلوماتانو ترڅنګ په کې لسګونه کسان مړه او ټپيان شول په کلکو ټکو وغندل او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

ده زياته کړه، ((د تېرو ۳۷ کلونو راهيسي موږ په دغه مشکل کې اخته يو او هغه څوک چې د ترهګيريزو بريدونو په ترسره کولو زموږ ولس ځوروي په هغوی غږ کوو، چې هر څومره مو مړه کړی، موږ خپل جرئت له لاسه نه ورکوو)).

د تېرې اونۍ د سه شنبه په ورځ په مرکز کابل کې د ملي شورا پر اداري کارکونکو، په هلمند کې د وسله والو طالبانو د ملارسول پرډلې ځانمرګي بريدنه او د کندهار ولايت د والي په ميلمستون کې بمي چاودنه چې د پنځو بهرنيو ډيپلوماتانو په ګډون يې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپيان کړل، په نړيواله کچه غبرګونونه را وپارول. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.