Language

نا امنیو د کندوز دولتي ادارو کې د ښځو شتون پيکه کړى

 کندوز(پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٥): د کندوز د ښځو چارو رياست وايي چې په دې ولايت کې د نا امنيو او جګړو پراختيا  ددې سبب شوې چې په دولتي ادارو کې د ښځو شتون پيکه شي او ځينې تکړه او فعالې ښځې ګاونډيو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو ته وتښتي.

د کندوز ولايت د ښځو چارو رياست سرپرستې نصيبې هولکر، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په دې ولايت کې د نا امنيو پراختيا د ښځو لپاره کاري ساحه محدوده کړې ده.

هغې له کندوز ولايت نه د پوهو او فعالو ښځو تېښته يوه ستره ننګونه وبلله او زياته يې کړه:((تېر کال د نا امنيو په سبب يو شمېر ښځې له کندوز ولايت نه ګاونډيو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو ته تښتېدلې دي او سږ کال هم  چې لا روان دى، ځينې ښځې له دې ولايت نه وتلې دي.))

هولکر زياته کړه، شمېرې څرګندوي چې په ځايي حکومتي ادارو کې د ښځو شتون، شاوخوا ١٠ سلنه دى، دا موضوع د نارینو په پرتله ډېره ناڅيزه ده، خو د حل لپاره يې بايد د ښځو کاري ظرفيت لوړ شي او په ادارو کې د ښځو د لا زياتې ونډې لپاره ښه پروګرامونه عملي شي.

د کندوز ولايت د ښځو چارو رياست سرپرستې وويل چې که څه هم د کندوز ځايي ادارې مشرتابه ژمنه کړې چې ددې ولايت په ادارو کې د ښځو ونډه زياتوي او د ولسوالې په توګه به د يوې ښځې د مقررۍ وړانديز هم وکړي، خو دا ژمنې تر اوسه د نا امنۍ په سبب نه دي عملي شوې او هڅه کېږي چې په شرايطو برابرې ښځې چارواکو ته پيشنهاد کړي. يوه ښځه به د ولسوالې په توګه هم وي.

نوموړې له امنيتي بنسټونو وغوښتل چې په کندوز ولايت کې د لايقو او فعالو کسانو امنيت خوندي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

هغې وويل چې لا هم په ادارو کې د کندوزي ښځو شتون کم او د منلو وړ نه دى، دې زياته کړه:((بايد کاري ساحې امنې شي، څو ښځې وکولى شي چې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعاليت ولري.))

نوموړې زياته کړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مواردو ثبت، په دې ولايت کې د جګړو او نا امنيو په سبب کم شوى دى.

 دې زياته کړه:((په تېر يوه کال کې مو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٧٠ موارد ثبت کړي، خو سږ کال مو تر اوسه پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٥٤ قضيې ثبت کړې دي.))

هغې زياته کړه، د تاوتريخوالي هغه قضيې چې تېر کال ثبت شوې وې، تر ډېره په کې د وهلو ډبولو، له کوره د تېښتې او وژنو قضيې شاملې دي، خو سږ کال بيا حقوقي قضيې، په ټيټ عمر کې ودونه او وژنې زياتې دي.

سرچينې په کندوز کې د نا امنيو پر ډېر والي اندېښنه وښوده او ويې ويل چې ددې ولايت ډېرې ساحې په ځانګړي ډول ولسوالۍ نا امنه دي او ښځې نه شي کولى چې د خپلو ستونزو د ثبت لپاره د ښځو چارو رياست ته مراجعه وکړي، په همدې سبب سږ کال د تاوتريخوالو د ثبت کچه ټيټه ده.

login or register a new account.