مزارشريف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۵): د بلخ چارواکو او مدني فعالانو د سولې عالي شورا د مرستيال عبدالحکيم مجاهد د وروستيو څرګندونو له امله د يادې شورا پرضد کلک غبرګون وښود.
د سولې د عالي شورا غړي او پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالحکيم مجاهد دوه ورځ مخکې د افغانستان د څېړنيزو مطالعاتو په مرکز کې د ((په تېرو څلورو لسيزو کې د سولې د هڅو ارزونه)) تر عنوان لاندې يوه کنفرانس کې وسله وال طالبان يې له فرښتو او پاکې ډلې سره تشبه کړي وو.
حکيم مجاهد پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله ته د جنايت کار او خاين، ددفاع پخواني وزير احمدشاه مسعود ته د بغاوت کوونکي او پخواني ولسمشر برهان الدين رباني ته د وروستيو ناخوالو عامل خطاب کړى و.
په همدې تړاو د بلخ ولايتي شورا کې د مرغومي په ۲۵مه، د دغې شورا د غړو او د ځينو مدني فعالانو لخوا پر سولې عالي شورا سختې نيوکې وشوې.
د ولايتي شورا وکيل هاشم عظيمي وويل چې د سولې عالي شورا د مرستيال عبدالحکيم مجاهد وروستۍ څرګندونې د حکومت د کمزوري مانا ورکوي.
نوموړي زياته کړه: ((د سولې شورا له ادرسه د وسله والو طالبانو په ننګه خبرې دا په ډاګه کوي، چې د دولت له منځه خلک دولت پسې خبرې کوي.))
د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ بيا د سولې عالي شورا د وسله والو طالبانو د روحيې پياوړي کېدو مرکز وباله.
نوموړي زياته کړه چې د سولې عالي شورا د مرستيال مجاهد وروستۍ څرګندونې همدا مانا لري، چې دوی د افغان ځواکونو پر وړاندې د وسله والو مخالفينو روانې جګړې ته مشروعيت ورکوي.
مدني فعال نجيب پيکان د عبدالحکيم مجاهد د وروستيو څرګندونو په اړه وويل چې دغه ډول څرګندونې وسله والو مخالفينو ته روحيه ورکوي او پر سوله د افغانانو باور زيانمنوي.
د بلخ ولايت سرپرست والي هم د سولې عالي شورا د مرستيال د وروستيو څرګندونو پر وړاندې پر خپل فيسبوک پاڼه سخت غبرګون ښودلی دی.
نوموړي ليکلي: ((د سولې عالي شورا غړي داسې کسان د پرښتو په نامه ياد کړي، چې هره ورځ د بې ګناه افغانان وژني.))
هغه عبدالحکيم مجاهد پردى مزدور بللی او پر حکومت يې غږ کړی چې د نوموړي ځای اعزازي مقام نه، بلکې زندان دی.
login or register a new account.