ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپيسا کې د يو قوماندان په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي

په کاپيسا کې د يو قوماندان په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي

author avatar
14 Jan 2017 - 12:52
په کاپيسا کې د يو قوماندان په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي
author avatar
14 Jan 2017 - 12:52

محمود راقي (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٥):په کاپيسا ولايت کې د ګډو حکومتي ځواکونو په عملياتو کې د يو قوماندان په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي او هغه لاره ددې ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې چې وسله والو مخالفينود کرومايټو ډبرې پاکستان ته لېږدولې.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزي د مرغومي په ٢٥مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه له کابل څخه راغلو ځانګړو ځواکونو د کوه بند ولسوالۍ په درنامه سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې د عبدالخبير په نامه يو طالب قوماندان وژل شوى  او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي.

د يوسفزي په وينا،ددې عملياتو پر مهال ځانګړو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى او له مخالفينو ‌څخه  يې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې ګډو حکومتي ځواکونو تېره ورځ هم په تګاب ولسوالۍ کې عملياتو ته ادامه ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې تر ماښام پورې امنيتي ځواکونو وکولى شول، هغه لاره تر خپل کنټرول لاندې راولي چې وسله والو مخالفينو د تګاب د کرومايټو له کان څخه وېستل شوې ډبرې د لغمان ولايت له لارې پاکستان ته لېږدولې.

يوسفزى وايي چې په دې عملياتو کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي، اووه تنه يې ټپيان دي او د نظم عامې يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.

 د قاسم په نامه د تګاب ولسوالۍ کې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل  چې امنيتي ځواکونو په  هغو سيمو کې پوستې اچولې چې له مخالفينو يې نيولې دي.

د هغه په وينا، له تېرې شپې راهيسې د واورې ورېدنې له امله جګړه درېدلې ده.

وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو دوى وايي چې د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې يې پر دولتي عسکرو بريدونه کړي او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

پرون هم د کاپيسا ځايي چارواکو د ٢١ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى و. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.