ښرنه(پژواک،٢٦مرغومى٩٥): په پکتيکا کې د حزب اسلامي يو شمېر قوماندانانو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې پر ملګرو ملتونو فشار راوړي ترڅو د حزب اسلامي د مشر نوم له تورلېسته وباسي.
د اړوندې موضوع په اړه د مرغومي په ٢٦مه په مرکز ښرنه کې جوړې شوې غونډې ته د حزب اسلامي قوماندان موسى خان وويل چې د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون له لاسليک څخه څو مياشتې تېريږي.
خو هغه وايي چې دغه تړون تر اوسه نه دى عملي شوى، افغان حکومت بايد پر ملګرو ملتونو فشار راوړي ترڅو ددې حزب د مشر نوم له تورلېست څخه وباسي.
ده زياته کړه: (( په هېواد کې جګړه پيچلې ده، د ګاونډيو او نورو هېوادونو په مرسته په هيواد کې جګړه روانه ده، نو افغانانو ته په کار ده چې د سولې پروسه ګړندۍ کړي.))
د هغه په اند، که چيرې د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې پروسه چټکه شي نو يو شمېر نورې وسله والې ډلې به هم سولې ته زړه ښه کړي.
دغه راز ددې ګوند بل غړي قوماندان جنرال مامور ښادي خان دې غونډه ته وويل چې افغان دولت د سولې په پروسه کې ناغيړي کوي او په زوره د سولې روانه پروسه له ستونزو سره مخ کوي.
هغه زياتوي: (( که حکمتيار له دولت سره يو ځای شي ددې ګوند غړي او ډيری وسله وال طالبان به هم له افغان دولت سره د حکمتيار په راتګ يو ځای شي او په دې هيواد کې به تر ډيره دجنګ جګړو لمنه راټوله شي او خلک به دافغان دولت ملاتړي شي.))
ده وويل چې خپله افغانان بايد د سولې لپاره وروستۍ هڅې وکړي ځکه بهرنيان هيڅ مهال هم افغانستان ته سوله نه راولي.
ده ټينګار وکړ چې افغان دولت بايد هرڅه ژر يا د حزب اسلامي د مشر نوم د ملګرو ملتونو له تورلېست څخه وباسي او يا دې هم له تورلېست څخه د نوم د ايستلو نېټه ورته معلومه کړي.
دغه راز د حزب اسلامي بل غړي صاحب خان په دې غونډه کې وويل چې د څلورو مياشتو په تېرېدو سره د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې په پروسه کې هيڅ ډول پرمختګ نه دى شوى.
د ده په اند: (( په حکومت کې دننه يو شمېر کړۍ شته چې ددې هوکړه ليک د پلي کيدو مخنيوى کوي.))
په دې غونډه کې يو شمېر نورو کسانو هم د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې په برخه کې د لاسليک شوي هوکړه ليک د ژر پلي کېدو غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP