Language

په کاپيسا کې دوه ځانمرګي بريدګر  هدف ته تر  رسېدو مخکې ووژل شول

محمودراقي (پژواک، ٢٧مرغومى ٩٥): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې دوه  ځانمرګي بريدکوونکي هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوي دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزي د مرغومي په ٢٧مه،پژواک خبري اژانس ته وويل  چې داپېښه پرون ماښام په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په يادې ولسوالۍ کې د کورنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال، دوو ځانمرګو بريدګرو غوښتل  چې هغوى ته نږدې شي او ځانونو ته چاودنې ورکړي.

خو يوسفزى وايي، مخکې له دې چې بريدګر امنيتي ځواکونو ته ځانونه ورسوي، د يوه ځانمرګي بريدګر چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه چې له امله يې هغه ځاى پر ځاى ووژل شو او بل ملګرى يې سخت ټپي شو  چې وروسته هغه هم ساه ورکړه.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې بل چاته زيان نه دى اوښتى.

د زيرک په نامه د تګاب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دا پېښه د احمدزيو په سيمه کې رامنځته شوې چې پخوا د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې وه.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې د ګډو دولتي ځواکونو لخوا له تېرو څو ورځو راهيسې په تګاب ولسوالۍ کې عمليات روان دي، يو شمېر سيمې يې له وسله والو مخالفينو نيولي او طالبانو ته يې د زياتې مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.