پل علم (پژواک،٢٩مرغومى٩٥): په لوګر کې ملي امنيت د غيرصحي غوړيو د توليد يوه فابريکه وتړله او دوه لارۍ بې کيفيته او تاريخ تېر درمل يې هم نيولي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د وزير اباد په سيمه کې د غير صحي غوړيو يوه فابريکه تړلې ده.
ده زياته کړه: ((په دې فابريکه کې له مردارو غوښو او هډوکو څخه غوړي جوړېدل، بيا د بېلابېلو کمپنيو په پيپانو کې ځاى پر ځاى کېدل او بيا په پل علم او ولسواليو کې په خلکو خرڅېدل.))
د هغه په خبره، د ملي امنيت له لوري د دې فابريکې څلور غړي نيول شوي او قضيه تر څېړنې لاندې ده.
شاوخوا يو کال وړاندې په هلمند ولايت کې هم د غوړيو يوه ورته فابريکه د امنيتي ځواکونو له لوري کشف او وتړل شوه.
دغه راز د لوګر د والي وياند وويل، د ملي امنيت ځواکونو په پل علم کې دوه لارۍ بې کيفيته او تاريخ تېر درمل هم نيولي دي.
دى زياتوي: ((دغه درمل د پاکستان له ميرانشاه څخه راوړل شوي وو او غوښتل يې چې کابل ته يې انتقال کړي، خو په لوګر کې ملي امنيت نيولي دي.))
د صالح په وينا، د دې پېښې په تور د دواړو موټرو چلوونکي نيول شوي دي.
د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد قسيم خوشيوال پژواک ته وويل: ((دغه موټر او د غوړيو فابريکه د ملي امنيت ځواکونو موږ ته وښودل او دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP