Language

په بلخ  کې ځينې خلک او ادارې د مالياتو له ورکړې تېښته کوي

مزارشريف (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۵): د بلخ د مستوفيت چارواکو ګواښ وکړ چې که له دولتي مالياتو څخه سرغړوونکي خپل ماليات ونه سپاري، نو نومونه به يې په ډاګه کړي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۲۹مه، د دغه ولايت د مستوفيت لخوا د مالياتو د ورکړې په تړاو د عامه پوهاوي سيمينار جوړ شوی و.

د سيمينار په څنډه کې د بلخ ولايت سرپرست مستوفي سيد اکبر سروري پژواک خبري اژانس ته وويل، ځينې خلک او حکومتي ادارې د مالياتو له ورکړې څخه تېښته کوي.

ده زياته کړه، دوی د هغو خلکو په لا پېژندنه باندې بوخت دي  چې دولت ته ماليات نه ورکوي.

هغه ګواښ وکړ چې که له مالياتو څخه سرغړوونکي خپل ماليات ونه سپاري، نو له رسنيو سره به يې نومونه شريک کړي.

خو مدني فعال نجيب پيکان، چې په دې سيمينار کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، يواځې زورور خلک له مالياتو تېښته کوي؛ قوماندانان، د اقتصاد او نشه يي توکو مافيا او هغه پيسه داران، چې ځانونه له قانون څخه لوړ ګڼي، له مالياتو سرغړونه کوي.

نوموړي له دولتي چارواکو څخه په دې برخه کې د جدي کار غوښتنه وکړه.

بلخوا د ولايتي شورا غړي بيا د مالياتو راټولونې ادارې هم د هغو خلکو ملګرې بولي، چې د مالياتو له ورکړې مخ اړوي.

د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور پژواک ته وويل، د ګمرک ځينې کارکوونکي له سوداګرو سره لارې لري.

ده زياته کړه، د ځينو سوداګرو مالونه په غير رسمي ساعتونو کې راوړل کېږي، چې د دولت د مالياتو له چوکاټه لرې يو څه پيسې ورکوي، چې دغه پيسې بيا د ګمرک کارکونکي اخلي.

د هغه په وينا، دولتي کارکوونکي بايد د مالياتو په راټولېدو کې کوښښ وکړي، نه دا چې د دې لارې خنډ وګرځي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.