Language

په  لوګر کې د ځمکې د ملکيت پر سر  د نښتې له امله دوه تنه ووژل شول

پل علم(پژواک،٢٩مرغومى٩٥): په لوګر کې د ځمکې د ملکيت پر سر د امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو خلکو ترمنځ د نښتې له امله دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په  ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په محمد اغې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو خلکو ترمنځ د دولتي ځمکې پر سر شخړه شوې ده.

هغه وويل: (( دغه ځمکه د محمد اغې ولسوالۍ په شمال کې پرته ده چې ٢٨٧٠ جريبه ده، خلکو په کې کورونه جوړ کړي، خو محکمې څه موده وړاندې پريکړه وکړه چې دغه ځمکه دولتي ده او بايد له خلکو څخه را وګرځول شي، نو امنيتي ځواکونه د محکمې د حکم د تطبيق لپاره سيمې ته ورغلي وو.))

هغه وايي چې د مخکنۍ اطلاع پر بنسټ په دې ځمکه د جوړو شوو کورونو د ويجاړولو په موخه نن له غرمې مخکې امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي وو.

د هغه په وينا، د سيمې خلکو پر امنيتي ځواکونو ډزې کړي چې په ځوابي ډزو کې د سيمې دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپى دى.

صالح وايي چې دغه خلک ددې ځمکې هېڅ ډول اسناد نه لري او له تېرو ١٥ کلونو راهيسې په کې اوسېدل.

د سيمې يوتن اوسېدونکي جاوېد پژواک ته وويل چې دوى ددې ځمکې عرفي اسناد لري.

هغه وايي: ((  موږ اسناد لرو ، دا موږ ته ډيره ګرانه ده چې څوک دې راشي او په زور دې زموږ کور وران کړي.))

د جاويد په وينا، د سيمې د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ شخړه کې يو ماشوم او يو سړى وژل شوي او يوه ښځه ټپي ده.

د محمداغې ولسوال محمد نصير امين پژواک ته وويل چې د سيمې خلکو ورته احوال لېږلى ترڅو دغه ستونزه د قومي مشرانو په استازيتوب حل کړي.

هغه وويل چې ډير ژر به دې ستونزې ته د حل يوه لار پيدا کړي.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په مرکز پل علم کې د ځايي خلکو او کوچيانو ترمنځ د ځمکې د ملکيت  پر سر شخړې کې دوه تنه وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.