غزني ښار (پژواک،٣٠مرغومى٩٥):د غزني پوليسو د انسان تښتوونکو يوه نهه کسيزه ډله نيولې او يو تښتول شوى کس يې د دوى له منګلو ژغورلى دى.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د مرغومي په٣٠مه ديوې خبري غونډې پرمهال وويل چې انسان تښتوونکو لس ورځې وړاندې له قره باغ ولسوالۍ څخه دوه تنه تښتولي وو.
هغه زياته کړه: (( دې اختطافچيانو اختر محمد له خپل پلار سره تښتولى و، خو پلار يي شل دقيقې وروسته بېرته پرېښى ، خو اختر محمد يې دا لس ورځې ساتلى و .))
امرخېل وايي چې دې انسان تښتوونکو د اختر محمد له کورنۍ څخه د ١٥٠ زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه، خو په دوه نيم ميليونو افغانيو سره جوړ شوي وو.
ده وويل: (( موږ له اولې ورځې يې په تعقيب کې وو خو پرون يې چې کله پيسې ورکولې، لاس په لاس مو ونيول.))
د امرخېل په وينا، دا ډيره لويه ډله ده چې پوليسو يې تر اوسه د دوه مشرانو ريدي ګل او قاسم په ګډون نهه تنه نيولي او د نورو د نيولو هڅې هم روانې دي.
په دې اړه د قره باغ امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې د اختر محمد کورنۍ تېره ورځ په مقر ولسوالۍ کې دې کسانو ته پيسې ورکولې چې د پوليسو له لوري ونيول شول.
هغه زياته کړه: (( دوه کسان وو چې پيسې يې اخيستې هغوى مو ونيول او بيا وروسته نور کسان د دوى په همکارۍ ونيول شول.))
اختر محمد چې د يونان هېواد تابعيت هم لري او څو ورځې وړاندې په رخصتۍ کورته راغلى پژواک ته وويل: (( خپل پلار سره د ماښام لمانځه ته تللى وم کله چې بېرته کور راتلو، موټرې ودرېدې ويل يې، موږ طالبان يو او بايد له موږ سره ولاړ شئ، ځکه د تاسو سيمې ته ولې سيمه ييز پوليس راغلي دي.))
هغه وايي چې له پلار سره يې په موټر کې سپاره کړل، وروسته يې پلار ورته خوشې کړ او دى يې له ځان سره بيولى دى.
ده وويل چې تر يو ساعت مزل وروسته يې داسې يو کورته يوړ چې هيڅوک په کې نه وو او دى يې په تشناب کې بند کړ.
هغه وايي: (( زما په مخ کې يې زما کورنۍ ته زنګ ووهه او د ١٥٠ زره امريکايي ډالرو غوښتنه يې وکړه.))
login or register a new account.