ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تاجکستاني ځواکونو څلورو افغان قاچاق وړونکو ته مرګ ژوبله اړولې

تاجکستاني ځواکونو څلورو افغان قاچاق وړونکو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
21 Jan 2017 - 18:01
تاجکستاني ځواکونو څلورو افغان قاچاق وړونکو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
21 Jan 2017 - 18:01

تالقان (پژواک، ٢ سلواغه ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې  تاجکستاني سرحدي ځواکونو دغه هېواد ته پر اوښتوونکو افغان قاچاق وړونکو بريد کړى او څلورو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبداخليل اسير د سلواغې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه درې بجې ددې ولايت د درقد ولسوالۍ اړونده له تاجکستان سره په ګډه پوله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د نشه يي توکو يوه ډله قاچاق وړونکي له اموسيند څخه پورې غاړه تاجکستان ته اوښتي وو، چې د هغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې دوه کسان يې وژل شوي ، دوه يې ټپيان دي، دوه تنه لادرکه او نور يې تښتيدلي دي.

خو د درقد ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي نسيم پژواک اژانس ته وايي چې دوه قاچاق وړونکو درې شپې مخکې د درقد له قره تيپې سيمې څخه تاجکستان لورته اوښتي وو او هلته د هغه هيواد د پوله ساتو ځواکواکونو له لوري درې شپې کلا بند وو.
نوموړی وايي چې وروسته  بيا يوه ډله نور قاچاق وړونکي د کلابندو کسانو مرستې ته ورغلي ، چې د دواړو لورو  په نښته کې ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي چې د وژل شوو قاچاق وړونکو مړي نن د دشت کلا ولسوالۍ په اى خانم بندر  کې افغان  لوري ته وسپارل شول او وروسته بيا خاورو ته وسپارل شول.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان قاچاق وړونکي په دې سيمه کې وژل کېږي هر کال په لسګونو قاچاق وړونکي له پولې ها خوا د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو پر ډزو خپل ژوند له لاسه ورکوي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.