Language

د کندوز د ابتداييه نظامي محکمې رييس وتښتول شو

کندوز ښار (پژواک، ٢ سلواغه ٩٥): د کندوز ولايت د ابتداييه نظامي محکمې رييس له يوه ساتوونکي سره د وسله والو لخوا تښتول شوى دى.

په کندوز ولايت کې د پوليسو د ٨٠٨ سپين زر قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري د مرغومي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د خان اباد ولسوالۍ اړونده د خواجه پسته په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ددې ولايت د ابتداييه نظامي محکمې رييس قاضي اصل الدين نن سهار له تخار ولايت څخه کندوز ته روان و، چې په ياده سيمه کې وسله والو له خپل يوه ساتوونکي سره تښتولى دى.

اکبري وايي چې نوموړى قاضي پرته له دې چې پوليس په جريان کې کړي پر ياد ولايت سفر کاوه، چې له امله يې وتښتول شو.

د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه يې د قاضي اصل الدين کوم څرک نه دى لګولى او نه يې هم د تښتوونکو په اړه معلومات پيدا کړي دي.

تر اوسه د دغه قاضي د تښتولو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

Related Topics