Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې ٢١ داعش وسله وال وژل شوي دي

کلات (پژواک، ٣ سلواغه ٩٥): د زابل امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په خاک افغان او دايچوبان ولسواليو کې د هوايي بريدونو له امله ٢١ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د زابل د دويمې پلې لوا درستيزوال ډګروال ګل محمد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې يې د زابل په خاک افغان او دايچوپان ولسواليو کې هوايي عمليات پيل کړي دي.

ده زياته کړه، په بريدونو کې تر دې مهال ٢١ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى ٧ جګپوړي مسوولين سخت ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې د بهرنيو وسله والو له لوري د غرونو په لوړو څوکو کې ځاى پر ځاى شوې دهشکې هم له منځه وړل شوې دي.

دى وايي، دغه عمليات به تر هغو پورې روان وي، ترڅو يې چې د داعش مرکزونه په بشپړه توګه له منځه نه وي وړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.