Language

لوګر کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې درې کارمندان د بډې اخيستو په تور نيول  شوي

پل علم(پژواک،٣سلواغه٩٥): ملي امنيت په لوګر کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې درې تنه کارکوونکي د بډې اخيستو په تور نيولي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبازرې مدير سمونوال محمدجان عابد د سلواغې په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو تېره ورځ په مرکز پل علم کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې درې کارکوونکي د بډې اخيستو په تور نيولي دي.

هغه وويل: (( دغو کسانو له يو کس څخه د تذکرې د جوړولو لپاره ١٤ زره روپۍ غوښتې وې چې د ورکولو پرمهال لاس په لاس ونيول شول.))

جنايي مدير د تذکرې اخيستونکي د هويت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې نيول شوي کسان اوسمهال په ملي امنيت کې تر څېړنو لاندې دي.

دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح هم ياده پېښه تاييد او زياته يې کړه چې له اداري فساد سره مبارزه د دوى له کاري لومړيتوبونو څخه ده.

د لوګر د مرکز اوسېدونکي محمد زبير که څه د ملي امنيت ياد اقدام ستايي، خو زياته يې کړه چې تل د امنيتي ځواکونو له لوري په ټيټه کچه اداري فساد کوونکي نيول کيږي.

هغه زياته کړه: (( دا په فساد ککړ کسان خو ټولو ته لکه لمر معلوم دي چې چېرته ناست او څوک دي، خو دوى يواځې بيا دا ټيټ رتبه مامورين نيسي.))

د شفافيت نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان د ادارې فساد په برخه کې تر عراق او سوماليا وروسته درېيم هېواد دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.