ښرنه(پژواک،٣سلواغه٩٥): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د پوهنې کيفيت د ښه والي په موخه به د سلګونو اجيرو ښوونکو پرځاى، د لوړو زده کړو لرونکي رسمي استادان په دندو وګومارل شي.
دغه څرګندونې د پکتيکا د پوهنې سرپرست رييس محمد نسيم واجد د سلواغې په ٣مه له ښوونکو څخه د ازموينې اخيستنې پرمهال وکړې.
هغه وويل چې دا مهال د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا نهه سوه اجير ښوونکي دي چې د ډيرو زده کړې تر دوولسم ټولګي او يا له هغه څخه هم ټېټې دي.
ده وويل چې د همدې د تشې د ډکيدو په موخه نن په مرکز ښرنه کې له ٣٦٠ کسانو څخه چې زده کړې يې د لېسانس تر کچې دي، ازموينه واخيستل شوه.
هغه زياته کړه: (( په دې کسانو کې ١٦ يې ښځې دي او دا ازاده سيالۍ ده هر چا چې د بريا نومرې تر لاسه کړې هغوى به په دندو وګومارل شي.))
د ازموينې يو تن ګډنوالې رابعه پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې ګڼې کلتوري ستونزې ددې لامل شوي، ترڅو ښځې د ښوونځيو ترڅنګ په نورو دولتي ادارو کې هم دندې ترسره نه کړي.
هغې زياته کړه: (( موږ کوښښ کوو چې په خپلې ولسوالۍ کې دنده واخلو ترڅو وکولاى شو ښه خدمت وکړو.))
د پکتيکا د سروبې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحميد پژواک ته وويل چې اوسمهال په ډيرو ښوونځيو کې زده کوونکو ته د اجيرو استادانو لخوا درس ورکول کيږي.
ده وويل: (( له دې استادانو ډيرى يې لوړې زده کړې نه لري نو ځکه د کوم مضمون چې درس ورکوي پر هغه حاکميت هم نه لري.))
ده د پوهنې پر رياست ټينګار وکړ چې له ښوونکو څخه دې رڼه ازموينه واخلي ترڅو وړ کسان وګومارل شي.
د يادې ازموينې پرمهال د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل چې د پخوا په پرتله په دې ولايت کې زده کړو ته پاملرنه ډيره شوې ده.
هغه وايي چې ددې ولايت خلک له زده کړو سره مينه لري او پر خپلو اولادونو زده کړې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP