Language

د يو وژل شوي صراف کورنۍ له طالبانو سره د يو ځاى کېدو ګواښ وکړ

مزارشريف (پژواک، ۴ سلواغه، ۹۵) : له مزارشريف ښار څخه د تښتول شوي او بيا وژل شوي صراف کورنۍ دولت ته ګواښ وکړ چې که د وژل شوي صراف  قاتلينو ته سزا ورنه کړل شي؛ نو له ټولې کورنۍ سره به وسله والو مخالفينو سره يو ځای شي.

څلور مياشتې وړاندې د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف ښار څخه د حاجي فريد په نامه ۳۷ کلن صراف له تښتول کېدو وروسته ووژل شو.

د نوموړي صراف کورنۍ د سلواغې په ۴مه، په خبري ناسته کې پر امنيتي ارګانونو تور پور کړ، چې د کورنۍ د وژل شوي تن دوسيه يې په سمه توګه نه څېړي.

د وژل شوي صراف پلار امين الله وويل چې زوی يې د صرافۍ د شريکانو لخوا څلور مياشتې وړاندې تښتول شوی او وژل شوى و.

نوموړي زياته کړه چې له امنيتي ارګانونو سره يې د پېښې په تړاو په ټولو اسنادو پيدا کېدو کې ډېره مرسته وکړه؛ خو لا يې هم د زوی ټول قاتلين نه دي نيول شوي.

بلخوا د وژل شوي صراف اوښي شاه ضمير، چې په خبري ناسته کې يې برخه لرله، ګومان کوي چې د حاجي فريد په وژنه کې ځينې زورواکي او دولتی چارواکي هم ښکېل وي؛ خو د چا نوم يې په ډاګه نه کړ.

نوموړي زياته کړه چې امنيتي ارګانونه سربېره پر دې چې پوره اسناد او مدارک لري، خو بيا هم د قاتلينو په نيولو کې سستي کوي.

هغه دولت ته ګواښ وکړ: ((که چېرې زموږ غږ وانه ورېدل شو، نو سړکونو ته به ووځوو، کنه بيا هم ونه شول نو زه به ټولې کورنۍ ته ووايم چې له وسله والو مخالفينو سره يو ځای شي.))

خو د بلخ امنيتي مسوولينو په جدي توګه د حاجي فريد د وژل کېدو پر دوسيه د کار کولو يادونه وکړه.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې له ملي امنيت سره په ګډه په ياده پېښه باندې يې کار کړی دی.

نوموړي زياته کړه، تر دې دمه د ملي امنيت لخوا د پېښې په تور يو کس نيول شوی او په څارنوالۍ کې ترې تحقيقات روان دي.

هغه ټينګار وکړ چې امنيتي ارګانونه قانون ته درناوی لري او د اسنادو او شواهدو پر بنا به وړاندې ځي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.