Language

ملي امنت : لوګر کې د طالبانو د وسلو او مهماتو دوه زېرمې کشف شوې دي

پل علم(پژواک،٥سلواغه٩٥): د ملي امنيت موظفينو په لوګر کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو دوه زېرمې کشف او ترلاسه کړې دي.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې دي چې د سلواغې په پنځمه د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت موظفینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د دوو قوماندانانو هر یو قاري برهان او قندآغا د وسلو او مهماتو دوه ساتنځایونه د لوګر د مرکز په کتب خېلو او پادخواب شانه   کليو کې کشف او ترلاسه کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې ساتنځايونو څخه  دوه ميله راکټونه، يو ميل کلاشينکوف، يو ميل يوولس ډزى، يو ميل پنځه ډزى، د بي ام يک دوه مرمۍ او د ار پي جي راکټ ١٥ مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.

د سرچينې په حواله، له دې ساتنځايونو څخه د رېموټ کنټرول یو تخت، د سپکو او درنو وسلو په زرګونه مرمۍ او نور نظامي توکي هم ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې طالبانو هوډ درلود ترڅو له یادو وسلو او مهماتو څخه په لوګر کې د ډله ییزو بریدونو تر سره کولو پرمهال ګټه واخلي .

په خبرپاڼه کې ددې زېرمو د کشف د وخت په اړه څه نه دي ويل شوي

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.