مزارشريف (پژواک، ۶ سلواغه، ۹۵): په بلخ ولايت کې د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو له دولت څخه د برېښنا د بيو د کمښت او د مالياتو په برخه کې د عدالت پلی کېدو غوښتنه وکړه.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۶مه، د لسګونو سيمه ييزو تصويري او غږيزو رسنيو مسوولينو د خپلو اقتصادي چارو د له منځه تلو په تړاو له دولت څخه د جدي ملاتړ په موخه خبري ناسته وکړه.
د لحظه سيمه ييزې راډيومسوول فهيم حقبين وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي يې يو لامل د دولت لخوا له سيمه ييزو رسنيو سره له عدالت څخه لرې چلند وګاڼه.
حقبين د برېښنا د بيې په تړاو وويل چې له سيمه ييزو رسنيو سره هم لکه د عايداتي شرکتونو په څېر چلند کېږي.
هغه وايي چې دولت توليدي فابريکو ته يو کيلوواټ برېښنا په ۶ افعانۍ ورکوي، خو سيمه ييزو رسنيو ته يې په ۱۶ افغانۍ ورکوي.
حقبين وويل ، بايد له سيمه ييزو رسنيو سره هم چې په پوره توګه عايداتي سرچينې هم نه لري، د برېښنا بېل کم شي.
د سما سيمه ييز تلوېزيون رييس لطيف سهاک بيا د مالياتو خبره وکړه چې دولت په کې له عدالت څخه کار نه اخلي.
نوموړي زياته کړه چې دوی له دولت څخه د خيرات غوښتلو هڅه نه کوي، بلکې سر يې خلاصوي چې د رسنيو تر منځ بايد د اقتصادي عوايدو تر لاسه کېدو پر بنسټ ماليات واخلي.
هغه وويل: (( هغه رسنۍ چې په يو سودګريز اعلان په يوه دقيقه کې ۸۰۰ډالر اخلي هغه هم زموږ د سيمه ييزو رسنيو په څېر ماليات ورکوی، په داسې حال کې چې موږ په يو دقيقې اعلان ايله ۸۰ ډالر عوايد لرو.))
په بلخ ولايت کې د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مسوول ګلاب شاه باور وويل چې سيمه ييزې رسنۍ په خپلو سيمو کې د دولت او خلکو تر منځ د واټن کمېدواساسي ستنې دي.
نوموړي زياته کړه چې دولت بايد د ازادو رسنيو ملاتړ وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP