Language

يو ځوان پنځه کاله وروسته د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص شو

خوست (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): هغه ځوان د سړي تښتوونکو له منګولو راخلاص شو، چې پنځه کاله وړاندې اختطاف شوی و.

دغه ځوان چې سيدالرحمن نوميږي او د خوست د باک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه مهال اختطاف شو، چې د پلار يې له خپل کليوال سره د ځمکې د ملکيت پر سر دعوه رامنځته شوه.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت په همدې تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل، سيدالرحمن د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ اړوند په يوه لرې پرته سيمه کې ساتل کېده.

ده زياته کړه، دغه کس وړمه شپه هغه مهال د سړي تښتوونکو له منګولو راخوشې شوى، کله چې هغوی په خوب ويده وو او بيا يې په منډه خپل ځان د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ ته ورساوه.

هغه وايي: ((پرون شپه چې کله سيدالرحمن د ماخوستن لمونځ کړی دی، نو د ځنځير يوې خلاصې کړۍ ته يې پام شوی، نو په دې وخت کې هغه له کوره راوځي او ځان ځاځي ميدان ولسوالۍ ته رارسوي.))

قوماندان غيرت دغه راز زياته کړه، د دغه کس د اختطاف په تور يې دوه کاله وړاندې يو تن نيولی، چې اوس هم د خوست په مرکزي زندان کې بندي دی او د نورو کسانو د نيولو په اړه هم پلټنې روانې دي.

بل پلو سيدالرحمن چې پوره پنځه کاله له سړي تښتوونکو سره بندي و او اوس راخلاص شوی، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ډېر خوښ معلومېده او د تښتول کېدو کيسه يې داسې وکړه:

((زه شپږو اوو کسانو ونيولم او موټر کې يې کېنولم، بيا د ژرندو په لار يې تانګو ته واړولم او له هغه ځايه يې غونځۍ ته ويوړم او هلته يې پنځه کاله په يوه کور کې وساتلم.))

د سيدالرحمن پلار شېراحمد خان بيا پژواک اژانس ته وويل، هغه خپل زوی مړ ګڼلی و او په راخوشي کېدو يې دومره خوشحاله دی، لکه هغه چې بېرته راژوندی شوی وي.

نوموړی د خوست د امنيه قوماندانۍ له پوليسو هم مننه وکړه، چې د زوی په را خلاصولو کې يې ورسره همکارې کړې.

login or register a new account.

Related Topics