Language

په مزارشريف کې د فوټبال له يوه ماشوم لوبغاړي سر پرې شوى

مزار شريف ‌(پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د فوټبال د يوه  لس کلن ماشوم لوبغاړي سر پرې شوى دى.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د سلواغې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د ښار اړونده د سيد اباد په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، يوه تن په ياده سيمه کې د فوټبال د لوبې پر مهال د يوه  لس کلن ماشوم مرۍ پر چاقو پرې کړې او تښتېدلى دى.

د دراني په وينا، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه په دې تور څوک نه دى نيول شوى.

د فاروق په نامه د دغه  لس کلن ماشوم پلار غلام سخي پژواک اژانس ته وويل، دوى له هېچا سره دښمني او بدي نه لري، نه پوهېږي چې زوى يې ولې وژل شوى دى؟

دى زياتوي: ((دغه کار خو مسلمان نه کوي، حتماً دا کار به کوم کافر کړى وي.))

د فريد په نامه د فوټبال لوبغاړو يوه روزونکي پژواک ته وويل، کله چې مازيګر مهال لوبه خلاصه شوه، نو يو ځوان چې د لوبې نندارې ته ناست و، ناڅاپه راغى او د ياد ماشوم پر مرۍ يې چاړه راکش کړه او وروسته وتښتېد.

د هغه په وينا، د يادې پېښې په ليدو سره دوه نور ماشومان بې هوښه شوي هم دي.

نوموړي له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي. 

login or register a new account.