ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو د نظامي کمېسيون د مشر په ګډون يو شمېر وسله وال وژل شوي

د طالبانو د نظامي کمېسيون د مشر په ګډون يو شمېر وسله وال وژل شوي

author avatar
28 Jan 2017 - 12:18
د طالبانو د نظامي کمېسيون د مشر په ګډون يو شمېر وسله وال وژل شوي
author avatar
28 Jan 2017 - 12:18

کابل ، هرات ، کلات (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د زابل لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسيون د مشر په ګدون ٩ وسله وال وژل شوي، بلخوا په هرات کې هم د يو شمېر وسله والو د وژلو خبر ورکړل شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت لخوا د سلواغې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د بند تنور په سيمه کې نښته رامنځته شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې ددې نښتې په پايله کې د زابل لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسيون د مشر مولوي صديق په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي چې مولوي صديق د طالبانو مهم تن و او په ارغنداب ولسوالۍ کې يې په ګڼ شمېر بريدونو کې لاس درلود.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د يادې نښتې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل  چې په دې عملياتو کې ملي اردو او ملي پوليس برخه اخيستې وه.

هغه وايي چې کشفي ارګانونو په ياده سيمه کې د وسله والو د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړي واو بيا يې د توپ ډزې پرې کړې دي.

د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې اته وسله وال وژل شوي، پنځه نور يې ټپيان شوي او له هغوى څخه وسلې، مهمات، دوه عرادې موټر سايکلونه او مخابرې هم ترلاسه شوې دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د رامنځته شوې نښتې پر مهال دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

نوموړي خپل لوري ته اوښتې مرګ ژوبله رد کړه.

بلخوا د هرات ولايت امنيتي سرچينې هم وايي چې په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې طالبان وژل شوي چې د دوو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

طالب  وياند قاري يوسف احمدي د بالابلوک د جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا يې کړې  چې د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې يې يو شمېر دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ستورى کريمي او نسيم هوتک

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.