Language

چارواکي : په نادعلي کې ٢١ طالبان وژل شوي

لښکرګاه(پژواک،٩سلواغه٩٥):د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ٢١ طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه  کې شوې دي چې د سلواغې په نهمه د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په ماتکي دښت سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه ډله ييز  بريد کړى دى.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې بريد په ترڅ کې اووه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د نادعلي ولسوالۍ د هزاره ګانو او نور محمدخان کليو ترمنځ سيمه کې امنيتي ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

د سرچينې په حواله، د دې بريدونو په ترڅ کې ١٤ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو راکټ ، يوه پيکا، دوه ميله کلاشينکوفونه او شپږ کړۍ بېلابېل ډول ماينونه هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ د هلمند په واشېر او ګرشک ولسواليو کې طالبانو شپږو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په وروستيو درېيو مياشتو کې په هلمند کې په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې وشوې.

په دې جګړو کې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ يو شمېر ولسوالۍ هم ونيولې.

هلمند له مرکز لښکرګاه پرته ١٣ ولسوالۍ لري چې شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.